IQNA

د هسپانیا د سفیر او  دنړیوال مشهور قاری حامد شاکرنژاد لیدنه

13:37 - May 14, 2026
د خبر لمبر: 3492774
ایکنا- د هسپانیا سفیر له حامد شاکر نژاد سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن سفیر بلل کېږي، لیدنه کړې او په دغې کتنې کې پر ایران وروستی برید ئې غندلی او د ملتونو د یووالي او د ظلم او تاوتریخوالي پر ضد ئې د فرهنګ او الهي دینونو پر رول ټینګار وکړ.

د ایکنا د راپور له مخې چې د قرآني ډیپلوماسۍ بنسټ د عامه اړیکو له دفتره ئې نقل کړی، د هسپانیا سفیر Antonio Sánchez Benedito Gaspar په دغې لیدنې کې د ایران تاریخي او تمدني مخینې ته په اشارې سره وویل:  ایران یو داسې هېواد دی چې ډېر لرغونی تمدن او اوږد تاریخ لري، خو له یوه ناعادلانه او غیر قانونی او غیر انساني  برید سره مخ شو. ایرانیانو د پېړیو په اوږدو کې داسې ښکلي هنري آثار رامنځته کړي چې د هغوی د لوی روح، بډایه فرهنګ او سوله‌غوښتونکي طبیعت څرګندونه کوي.»

هغه زیاته کړه:  مونږ ثابته کړې چې په سختو شپو ورځو کې د خپلو دوستانو ترڅنګ درېږو او د سولې د ټینګښت لپاره د اغېزمنو اقداماتو ترسره کولو ته چمتو یو. ظلم او تاوتریخوالی تل غندل شوي او دا د ټولو الهي دینونو ګډه ښوونه ده.»

حامد شاکر نژاد  هم په دغې کتنې کې  د نړۍ روانو بدلونونو ته په اشارې وویل: ډېری د سیاسي او تاریخي علومو پوهان باور لري چې نړۍ د یوه تاریخي بدلون درشل ته رسېدلې ده، او مونږ هم باور لرو چې نوی نړئ به د متمدنو، اخلاقي او صالحو ملتونو وي.

دغه نړیوال قاري زیاته کړه:«بې‌شکه د اصیلو او تمدن‌جوړوونکو ملتونو ترمینځ فرهنګي ائتلافونه به د نړۍ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو راتلونکی وټاکي. د هسپانیا د ملت او دولت له خوا د مظلوم خو قدرتمند ایران ملاتړ د هغوی د اصالت، شرافت او انساني روحیې نښه ده.

شاکرنژاد د قرآن کریم د لارښوونو په اړه وویل:  له جنګ‌غوښتنې څخه ډډه کول او د انسان‌دوستۍ احساس پیاوړی کول، په حقیقت کې د الهي رسۍ نیولل دي؛ هماغه سپارښتنه چې قرآن انسانان ورته رابولي.»

د دې لیدنې په پای کې د قرآني دیپلوماسۍ بنسټ اجرائیه مشر د دې بنسټ نړیوال ظرفیتونه او پروګرامونه د فرهنګي او قرآني تعاملاتو په برخې کې تشریح کړل او د ګډو همکاریو وړاندیزونه ئې وړاندې کړل، چې د هسپانیا د سفیر له مثبت هرکلي سره مخ شول.

https://iqna.ir/fa/news/4351865

captcha